لیکوال بشیر احمد ریان د برېښنا په شارټونو وژل شوی

کابل ټکی کام ۰۹حمل/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
لیکوال، د کندهار د پوهنتون محصل او د خبریال ډاټ کام نومی وېبپاڼې همکار ښاغلی بشیر احمد ریان د ملي امنیت د کارکوونکو له لورې د برېښنا په شارټونو وژل شوی دی.
ویل کیږي، چې د ریان صاحب جسد د کندهار ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې موندل شوی دی.
د خبریال ډاټ کام وېبپاڼې چلوونکي میرویس افغان ویلي دي، بشیر احمد ریان چې د غزني ولایت اوسېدونکی وو، د ژباړې په برخه کې یې له دوی سره همکاري کوله.
میرویس ویلي دي، چې نوموړی دوه میاشتې وړاندې د کندهار د پولیسو له لورې نیول شوی وو، ده همدا راز زیاته کړې ده، چې ریان له دوه میاشتې بند وروسته د برېښنا په شارټونو وژل شوی دی.
د ښاغلي بشیر احمد ریان صاحب ورور شفیق ریان هم وايي، چې بشیر له وژل کېدو مخکې د برېښنا په شارټونو وژل شوی دی.
شفیق ریان همدا راز ویلي دي، چې بشیر د پوهنتون د ازموینې په وروستۍ ورځ د خپل پوهنتون څخه د کندهار ښار ته روان وو، چې ونیول شو.
شفیق ریان ویلي دي، چې ورور یې د کندهار د امنیه قومندان جنرال رازق سره وو، او دوی ته یې ډاډ ور کاوو، چې هغه روغ رمټ دی.
ده د دې په دلیل کې چې هغه د جنرال رازق سره وو، وویل، چې د جنرال رازق سکرتر غورځنګ څو ځلې خلکو ته ویلي وو، چې بشیر د دوی سره دی، او هېڅ جرم پرې نشته.
ښاغلي شفیق زیاته کړې ده، چې د ریان جسد د پولیسو له لورې د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې موندل شوی دی.
شفیق الله د بشري حقوقو ادارې او له ولسمشر څخه د خپل ورور د جرم ثابتولو غوښتنه کړې ده.
امنیه قومندانۍ او نورو چارواکو د یادې پېښې په اړه د مالوماتو ورکولو څخه ډډه کړې ده.
خو یوې دولتي سرچینې رسنیو ته ویلي دي، چې د بشیر احمد ریان د طالبانو له الامارة وېبپاڼې سره کار کاوو، مګر د ده ورور شفیق ریان دغه تور ردوي.



