د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې د احصایې ادارې د سیسټمونو د عصري کېدو طرحه تایید شوه

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۵ وری، ۱۴۰۵ل)
د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې په نوبتي غونډه کې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د سیسټمونو د عصري کولو او کاري ظرفیت لوړولو طرحه له هراړخیزې ارزونې وروسته د تایید وړ بلل شوې او د وروستي پرېکړې لپاره اقتصادي کمېسیون ته راجع شوې ده.
د اقتصادي د تخنیکي کمیټې خبرپاڼه کې راغلي چې د دې پروژې د پلي کېدو موده به یو کال وي او شاوخوا یو میلیارد افغانۍ بودیجه به ورته ځانګړې شي، چې له مخې به یې د خدماتو وړاندې کول چټک او شفاف شي.



