عبدالملک حوثي: امریکا او صهیونیستي رژیم د ایران پر وړاندې تاریخي ماته خوړلې

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۵ وری، ۱۴۰۵ل)
د یمن د انصارالله اسلامي غورځنګ بنسټګر مشر “سید بدرالدین عبدالملک حوثي ویلي، چې امریکا او صهیونیستي رژیم د ایران پر وړاندې تاریخي ماته خوړلې ده.
نوموړي ټینګار کړی، چې د سیمې وروستي بدلونونه ښيي، د مقاومت جبهه ورځ تر بلې پیاوړې کېږي او د امریکا او اسراییلو پلانونه له ناکامۍ سره مخ دي.
حوثي زیاته کړې، چې د ایران پر وړاندې فشارونه او بریدونه ونه توانېدل چې د دغه هېواد دریځ کمزوری کړي، بلکې برعکس یې د سیمې د مقاومت ځواکونه لا متحد او پیاوړي کړي دي.



