ولسمشر پزشکیان: بې باوري او فشارونه د مذاکراتو مخنیوی کوي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۳ غویی، ۱۴۰۵ل)

د ایران اسلامي جمهوریت ولسمشر “مسعود پزشکیان” ویلي، چې هېواد یې تل د خبرو اترو او هوکړو ملاتړ کړی، خو د مذاکراتو پر وړاندې لا هم جدي خنډونه موجود دي.

نوموړي ټینګار کړی، چې بې‌باوري، بندیزونه او دوامدار ګواښونه هغه اساسي عوامل دي چې د رښتینو او اغېزمنو خبرو اترو مخه نیسي او د تفاهم فضا کمزورې کوي.

پزشکیان د مقابل لوري دریځونو ته په اشارې سره زیاته کړې، چې نړیواله ټولنه د داسې خبرو شاهده ده چې له واقعیتونو سره سمون نه لري، ځکه د ادعاوو او عملي اقداماتو ترمنځ ښکاره تضاد لیدل کېږي.

هغه یو ځل بیا ټینګار کړی، چې د باور فضا رامنځته کول او د عملي ژمنو پوره کول د هر ډول بریالۍ هوکړې لپاره مهم شرطونه دي.

مربوطه مطالب

Back to top button