کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۳ غویی، ۱۴۰۵ل)
د امریکا د دفاع وزارت ویاند “شان پارنل” ویلي، چې د دغه هېواد د سمندري ځواکونو وزیر “جان سي فیلان” له خپلې دندې استعفا کړې ده.
پارنل په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې فیلان «سمدستي له پینټاګونه جلا کېږي»، خو د هغه د استعفا د اصلي لامل په اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.
د معلوماتو له مخې، جان سي فیلان شاوخوا ۱۳ میاشتې په دې دنده خدمت کړی. و.
بلخوا تمه ده، چې د دفاع وزارت مرستیال هونګ چائو به د امریکا د سمندري ځواکونو د راتلونکي وزیر په توګه وټاکل شي.


















