پولیس: تخار کې ۱۳۰ بوتله الکولي مشروبات کشف او ضبط شول

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۵ غویی، ۱۴۰۵ل)
د تخار امنیه قومندانۍ ویاند نظام الدین عمیر ویلي، چې د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې ریاست ځواکونو د درقد ولسوالۍ د پولیسو په همکارۍ د افغانستان او تاجکستان ترمنځ په سرحدي سیمه کې ۱۳۰ بوتله الکولي مشروبات کشف او ضبط کړي دي.
د نوموړي په وینا، قاچاق وړونکو هڅه کوله چې یاد مشروبات د ځنګلي لارو له لارې هېواد ته راولېږدوي، خو امنیتي ځواکونو د ترلاسه شویو استخباراتي معلوماتو پر بنسټ چټک اقدام وکړ او د لېږد مخه یې ونیوله.
هغه زیاته کړه، چې په دې پېښه کې ښکېل کسان د امنیتي ځواکونو تر رسېدو مخکې تښتېدلي، خو د هغوی د پېژندنې او نیولو هڅې دوام لري.


