ایران کې درې تنه اسرائیلي جاسوسان اعدام شول

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۵ غویی، ۱۴۰۵ل)
ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د مشهد ښار کې درې تنه بندیان اعدام شوي دي. د راپورونو له مخې، دغه کسان د «موساد سره د همکارۍ او د ګډوډیو د رهبري» په تور محکوم شوي وو.
د سپاه پاسداران اړوند تسنیم خبري اژانس د اعدام شویو کسانو نومونه مهدي رسولي، محمدرضا میري او ابراهیم دولت‌ابادي ښودلي دي. ویل کېږي چې یاد درې کسان د ۱۴۰۴ل کال د اعتراضونو پر مهال نیول شوي وو.
تسنیم زیاته کړې چې رسولي او میري د امنیتي ځواکونو د یوه غړي، حمیدرضا یوسفي‌نژاد، د مستقیم قتل مسؤل بلل شوي او ابراهیم دولت‌ابادي په مشهد کې د طبرسي سیمې د اعتراضونو له مخکښو څېرو څخه ګڼل شوی دی.
دا پېښه په داسې حال کې کېږي چې په وروستیو اونیو کې د ایران او امریکا ترمنځ له اوربند وروسته، په ایران کې د تېر کال د اعتراضونو اړوند یو شمېر نور بندیان او همدارنګه د مجاهدین خلق سازمان ځینې غړي هم اعدام شوي دي.

Related Articles

Back to top button