ذبيح الله مجاهد: له افغانستان سره د سیاسي او ډیپلوماټیکو اړیکو پراختیا د سیمې او خلکو په ګټه ده

کابل ټکی کام (دوشنبه، د ليندۍ ۲)
د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیحالله مجاهد د افغانستان او نړۍ د هېوادونو ترمنځ د سیاسي او ډیپلوماټیکو اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې له افغانستان سره د تعامل پیاوړتیا د افغانانو او سیمې په ګټه ده.
نوموړي د اسلامي همکاریو ټولنې او افغان چارواکو ترمنځ د پړاوایز تعامل لپاره د لارې نقشې د بیاکتنې په تړاو څرګنده کړې، چې هېوادونه او نړیوالې ټولنې باید د افغانستان د عیني واقعیتونو په مثبتې ارزونې سره د سیاسي او ډیپلوماټیکو اړیکو د پراختیا او هر اړخیزو همکاریو لپاره زمینه برابره کړي.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې د افغانستان په اړه د اسلامي همکاریو ټولنې د وزیرانو د اړیکو ډلې په جده کې د یوې مقدماتي تخنیکي غونډې پر مهال له اسلامي امارت سره د پړاوایز تعامل پر چوکاټ، د افغانستان پر سیاسي او بشري وضعیت او د منظمې او رغنده خبرې اترې پر لارو چارو بحث کړی دی.



