ماليې وزارت: د آقینې ګمرک کې د ۸۷.۴ میلیونه افغانیو په لګښت د دوو پروژو چارې پیل شوې

کابل ټکی کام (دوشنبه، د ليندۍ ۲)
د مالیې وزارت وايي، د فاریاب ولایت د آقینې په سرحدي ګمرک کې د ۸۷.۴ میلیونه افغانیو په لګښت د دوو پراختیايي پروژو د جوړولو چارې پیل شوې دي.
په دغو پروژو کې د ۲۰ جریبه موټر تمځای اساسي جغلاچونه، د ګمرک د داخلي سړکونو کانکرېټ اچونه او د انکس غرفو جوړول شامل دي.
د یاد وزارت په وینا، د دغو پروژو لګښت د مالیې وزارت له پراختیايي بودیجې ورکول کېږي او چارې یې د یوه افغاني شرکت له لوري ترسره کېږي.
د پروژو په بشپړېدو سره به د موټرو د تګ راتګ او تم کېدو اسانتیاوې زیاتې او د سوداګرو، موټرچلوونکو او ګمرکي کارکوونکو ستونزې تر ډېره هوارې شي.



