لبنان په جنوب کې د اسراییلو هوايي بریدونو له امله ۱۲ کسان شهيدان او ۳۵ نور ټپیان شوي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۱ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)

راپورونه وایي چې د اسراییلو پوځ د یکشنبې په ورځ د لبنان په جنوبي سیمو له ۳۶ څخه ډېر هوايي بریدونه کړي، چې له امله یې لږ تر لږه ۱۲ کسان شهيدان شوي او ۳۵ نور ټپیان دي.

د معلوماتو له مخې، د صور ولسوالۍ په العباسیه ښارګوټي کې د یوه برید له کبله څلور کسان وژل شوي دي. همداراز د دیرالزهراني په حی العرب سیمه کې شپږو بریدونو اته کسان وژلي، ۱۹ نور یې ټپیان کړي او یو شمېر استوګنیز کورونه یې هم ویجاړ کړي دي.

په همدې حال کې د جدیده انصار په سیمه کې د یوه برید له امله درې کسان، چې دوه ماشومان هم پکې شامل دي، ټپیان شوي دي. راپورونه زیاتوي چې د صور ښار د حیرام روغتون ته څېرمه په یوه بل برید کې ۱۳ روغتیايي کارکوونکي او نرسان ټپیان شوي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button