ټرمپ: ایران سره په هوکړه کې د اټومي وسلو نه لرلو شرط شامل دی

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۱ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)
د امریکا ولسمشر “ډونالډ ټرمپ” ویلي، هغه راپورونه ناسم دي چې ګواکې له ایران سره په احتمالي اټومي هوکړه کې د اټومي موضوعاتو یادونه نه ده شوې.
ټرمپ د «ټروټ سوشیل» له لارې په خپره کړې اعلامیه کې ټینګار کړی، چې په دغه هوکړه کې په څرګند ډول راغلي چې ایران به اټومي وسلې نه لري او د هوکړې مهمه برخه د ایران د اټومي پروګرام اړوند موضوعاتو ته ځانګړې شوې ده.
نوموړي د هوکړې په اړه خپاره شوي ځینې راپورونه رد کړي او ویلي یې دي، چې ځینې رسنۍ د دې موضوع په اړه ناسم معلومات خپروي.
ټرمپ همدارنګه پر سياېناېن او یو شمېر نورو رسنیو نیوکه کړې او ادعا یې کړې چې د ایران او امریکا ترمنځ د احتمالي هوکړې په تړاو خلکو ته ناسم معلومات ورکوي.



