انصارالله: که صهیونیستان په لبنان کې خپل وحشت ته دوام ورکړي له سخت ځواب سره به مخ شي

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۶ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)
د یمن د انصارالله اسلامي غورځنګ یوه مخکښ غړي صهیونیستانو ته خبرداری ورکړی، چې که پر لبنان خپل یرغل ته دوام ورکړي، له ستر او پراخ ځواب سره به مخامخ شي.
د پارس ټوډي د راپور له مخې د لبنان د مقاومت او ملت په ملاتړ، د صهیونیستانو پر ضد جګړې ته د یمن له رسمي چمتووالي وروسته، د یمن د انصارالله غورځنګ مخکښ غړي “محمد الفرح” په خپلو څرګندونو کې ویلي، چې اشغالګر صهیونیستي رژیم به د لبنان د اوربند د پرله‌پسې سرغړونو او پر دغه هېواد د خپلو وحشیانه بریدونو د زیاتولو په صورت کې له ستر او هر اړخیز ځواب سره مخ شي. محمد الفرح ټینګار کړی، تر هغو چې صهیونیستي اشغالګر ځواکونه د لبنان په سوېل کې شتون ولري، هدف به ګرځي، او پر لبنان هر ډول تېری به له متقابل او ستر غبرګون سره مخامخ شي. هغه زیاته کړه چې صهیونیستي رژیم د مارچ له دویمې نېټې راهیسې تر اوسه د سیمې واقعي وضعیت نه دی درک کړی او یو له هغو لاملونو څخه چې دغه رژیم یې د لبنان پر ضد د تېریو دوام ته لا زړور کړی، هغه پنځلس میاشتنۍ نمایشي اوربند وو چې د ۲۰۲۴م کال له نوامبر څخه د ۲۰۲۶ کال تر مارچ پورې یې دوام درلود. د نوموړي په وینا، په دې موده کې ټاکل شوې وه چې د لبنان دولت د دښمن د بریدونو د مخنیوي مسئولیت پر غاړه واخلي خو په دې برخه کې بریالی نه شو. د انصارالله دغه مسئول زیاته کړه چې د مقاومت د محور غړي د جګړې غوښتونکي نه دي، خو پوهېږي چې له صهیونیستي رژیم سره خبرې اترې او د اړېکو عادي کول په سیمه کې سولې او ثبات ته نه رسېږي، ځکه دغه رژیم له جګړې او زور پرته، بله ژبه نه پېژني.

مربوطه مطالب

Back to top button