مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۶۸۲ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۶ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)
د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون وايي، د جمعې په ورځ د تورخم، سپین بولدک، ورېښمو پل او اسلام کلا له لارو ۶۸۲ کډوالې کورنۍ، چې ۳۵۷۴ غړي یې لرل، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي.
د راپور له مخې، د راستنېدونکو له ډلې ۴۵۹ کورنۍ د هېواد بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې او د ترانسپورټ لګښتونو لپاره ورته مالي مرسته هم ورکړل شوې ده.
کمېسیون زیاتوي چې له ۶۰۱ کورنیو سره نغدي مرستې شوې او راستنېدونکو ته روغتیايي، مخابراتي او عامه پوهاوي خدمات هم وړاندې شوي زياتوي چې په بېلابېلو بندرونو کې ټولټال ۶۸۱ سیمکارتونه وېشل شوي او سلګونه کسان له روغتیايي خدمتونو برخمن شوي دي.



