کرکټ: د افغانستان او هند ترمنځ مهمه ټېسټ لوبه نن پیلېږي

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۶ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)

د افغانستان او هند د کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ یوازنۍ ټېسټ سیالي نن د هند په نوي چندیګړ ښار کې پیلېږي.

د افغانستان کرېکټ بورډ ویلي، ملي لوبډله د دغې پنځه ورځنۍ تاریخي لوبې لپاره بشپړ چمتووالی لري او لوبغاړي به د ښه ځلېدو په موخه له قوي هوډ او لوړ مورال سره میدان ته ښکته شي.

د معلوماتو له مخې، دغه لوبه به د افغانستان پر وخت د سهار په ۸:۳۰ بجو د مهاراجا یادویندرا سینګ نړیوال کرېکټ لوبغالي کې ترسره شي.

کرېکټ بورډ وایي، ملي لوبډله د سیالۍ لپاره بشپړه چمتو ده، په داسې حال کې چې د کرېکټ مینه‌وال هم د دې مهمې ټېسټ لوبې د پیل په تمه دي.

مربوطه مطالب

Back to top button