سپاه پاسداران کوېټ او بحرین کې د امریکا پوځي اډې په نښه کړې دي

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۶ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)
د ایران سپاه پاسداران ځواکونو ادعا کړې، چې د امریکا وروستیو بریدونو ته په غبرګون کې یې په کوېټ کې د «علي السالم» هوايي اډه او په بحرین کې د امریکا د پنځم سمندري ځواک مهم پوځي تاسیسات په نښه کړي دي.
سپاه پاسداران ویلي، چې دا بریدونه د امریکایي پوځ د «تېري» ځواب په توګه ترسره شوي او یاد اهداف د توغندیزو بریدونو لاندې راغلي دي.
تر اوسه د امریکا، کوېټ او بحرین چارواکو له لوري د دې ادعاوو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودل شوی.



