افغانستان او ازبکستان د ترانزیټي او لوژستیکي همکاریو پر پراختیا خبرې کړي

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۶ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)

د افغانستان او ازبکستان چارواکو په ګډه ناسته کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ترانزیټي او لوژستیکي همکاریو د پراختیا پر لارو چارو خبرې کړې دي.

د راپورونو له مخې، د ازبکستان د ترانسپورټ وزیر الهام مخکاموف د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له رئیس کریم هاشمي سره لیدلي او دواړو لورو د سوداګریزو اړیکو پر پیاوړتیا او د توکو د لېږد رالېږد پر اسانتیا ټینګار کړی دی.

په دې لیدنه کې افغانستان ته د وارداتي توکو او د ازبکستان د صادراتو د لېږد بهیر د چټکتیا، د زېرمه‌کولو زیربناوو د پراختیا او د حیرتان او نایب‌آباد په اورګاډي تمځایونو کې د رېل‌پټلۍ د لاسرسي د نویو لارو پر جوړولو بحث شوی دی. همدارنګه، د ازبکستان له لارې د افغانستان د ترانزیټي توکو د حجم پر زیاتوالي او د چین او خلیج هېوادونو له بندرونو څخه د توکو د انتقال پر لارو هم خبرې شوې دي.

د دواړو لورو په خبرو کې په افغانستان کې د توکو د کیفیت ارزونې لابراتوارونو پراخول او د لېږد رالېږد له شرکتونو سره د تړلو ځینو لګښتونو بیاکتنه هم شامله وه.

د ناستې په پای کې افغان لوري د ګډو ترانزیټي او لوژستیکي پروژو د عملي کېدو او شته ستونزو د حل لپاره د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button