ایران: له امریکا سره هوکړه د ۲۴ میلیاردو ډالرو شتمنیو ازادېدو پورې تړلې ده

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۶ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)
د اسلامي ایران د مذهبي مشر “مجتبی علي خامنه ای” نظامي سلاکار “محسن رضایي” ویلي، چې د تهران او واشنګټن ترمنځ احتمالي هوکړه هغه مهال ممکنه ده چې امریکا د ایران شاوخوا ۲۴ میلیارده ډالره کنګل شوې شتمنۍ ازادې کړي.
نوموړي له سيانان سره په مرکه کې ویلي، چې ایران غواړي د هرې هوکړې له لاسلیک سره سم ۱۲ میلیارده ډالر ازاد شي او پاتې ۱۲ میلیارده ډالر په راتلونکو پړاوونو کې ورکړل شي.
محسن رضایي ټینګار کړی، چې د دغو شتمنیو ازادېدل د باور جوړولو لپاره مهم شرط دی.
هغه زیاته کړې، چې د ایران او امریکا ترمنځ روان مذاکرات اوس مهال ځنډېدلي دي او د دواړو هېوادونو د مشرانو ترمنځ د احتمالي لیدنې امکان هم نه لیدل کېږي.



