عراقچي: امریکا او اسراییلو د ایران پر ضد د اماراتو له فضا کار اخیستی دی

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۶ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)
د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر “سید عباس عراقچي” ویلي، چې د وروستۍ جګړې په جریان کې ډېر شواهد موجود دي، چې امریکا او اسراییلو د ایران پر وړاندې د عملیاتو لپاره د متحده عربي اماراتو له فضا او خاورې کار اخیستی دی.
نوموړي زیاته کړې چې داسې اسناد هم شته چې ښيي متحده عربي اماراتو ځینې وختونه په مستقیم یا غیر مستقیم ډول د ایران پر ضد په پوځي عملیاتو کې ښکېل پاتې شوی دی.
عراقچي ټینګار کړی، چې دغه موضوعات د شته اسنادو پر بنسټ مطرح شوي؛ خو تر اوسه د اماراتو، امریکا او اسراییلو له لوري په دې اړه رسمي غبرګون نه دی ښودل شوی.



