پوتین: روسیه د ایران-امریکا کړکېچ کې د حل رغنده رول لوبولی شي

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۶ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)
د روسیې ولسمشر “ولادیمیر پوتین” ویلي،چې مسکو له تهران سره د نږدې اړېکو له امله د ایران-امریکا د کړکېچ په حل کې رغنده رول لوبولی شي.
نوموړي زیاته کړې، چې روسیه چمتو ده د ایران غني شوی یورانیم انتقال کړي او د هر هغه حل ملاتړ کوي، چې د تاوتریخوالي د کمېدو سبب شي.
ولادیمیر پوتین ټینګار کړی، چې د ایران د خلکو ګټې باید په هر ډول احتمالي هوکړه کې په پام کې ونیول شي.



