عراقچي د لبنان د ولسمشر د نیوکو په ځواب کې: ایران لبنان د معاملې مهره نه ګڼي

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۶ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)
د ایران د بهرنیو چارو وزیر د لبنان د ولسمشر وروستیو څرګندونو ته غبرګون ښودلی، چې ویلي یې وو ایران لبنان د چنې وهلو او معاملې په توګه کاروي.
د لبنان ولسمشر په خپلو څرګندونو کې ایران تورن کړی و چې د لبنان په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوي؛ خو “عباس عراقچي” دا ادعاوې رد کړې دي.
عراقچي په خپل ایکس (پخواني ټویټر) حساب کې لیکلي: «که لبنان د ایران د چنې وهنې مهره وای، موږ به ډېر مخکې یوې موافقې ته رسېدلي وای. ښاغلی ولسمشره لبنان د خپل اصلي دښمن څخه وژغورئ.»
عراقچي زیاته کړې، چې د ولسمشر “عون” د څرګندونو له مخې داسې انګېرل کېدای شي لکه ایران چې د لبنان لویه برخه کنټرولوي، حال دا چې د ده په وینا دا تورونه له واقعیت سره سمون نه لري.
د ایران او لبنان ترمنځ دا لفظي شخړه په داسې وخت کې راپورته شوې، چې د سیمې سیاسي ترینګلتیاوې لا هم لوړې دي او د دواړو هېوادونو ترمنځ اړېکې حساس پړاو کې دي.

مربوطه مطالب

Back to top button