یمني ځواکونه وایي سور سمندرګی په بشپړه توګه تړل شوی

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۸ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)
د یمن د وسلهوالو ځواکونو ویاند “جنرال یحیی سریع” خبر ورکړی، چې په سره سمندر کې یې پر تګ راتګ بشپړ بندیز لګولی او هره تلونکی-راتلونکی بېړۍ مشروع هدف ګڼل کېږي.
د یمني پوځ په یوه اعلامیه کې ویل شوي، چې هره بحري بېړۍ به ویشتل کېږي د هر هېواد اړوند بېړۍ دې تر راتلونکی خبرتیا پورې له تګ-راتګ ډډه وکړي.
دغه اعلان په داسې حال کې شوی چې د سیمې په بېلابېلو برخو کې پوځي تاوتریخوالی زیات شوی او د شخړې د لا پراخېدو اندېښنې په زياتېدو دي.



