ایران: پر لبنان د اسرائیلو بریدونه اوربند او دیپلوماتیک بهیر زیانمنوي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۸ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند “اسماعیل بقایي” ویلي، چې پر لبنان د اسرائیلو وروستي بریدونه کولی شي د جګړې د پای ته رسولو لپاره روان دیپلوماتیک بهیر له اغېزو سره مخ کړي.
بقایي د یوې خبري غونډې پر مهال وویل، چې د اوربند او د شخړې د ختمېدو لپاره پیل شوې هڅې د اسرائیلو د پوځي اقداماتو له امله له جدي ننګونو سره مخ کېدای شي.
هغه زیاته کړه چې د خبرو اترو د پیل له پړاوه دا څرګنده شوې وه چې په لبنان کې د جګړې درول د هر احتمالي اوربند مهم شرط ګڼل کېږي او منځګړو هم پر همدې موضوع ټینګار کړی و.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند خبرداری ورکړ،چې د تاوتریخوالي دوام د سیمې پر ثبات منفي اغېز کولی شي او د سیاسي حل لارو هڅې له خنډ سره مخ کوي.



