سپاه پاسداران اشغالي فلسطین کې د صهیونیستي ريژیم دوه پوځي اډې ویشتلي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۸ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)
د ایران د اسلامي انقلاب ساتونکي ځواک “سپاه پاسداران” ویلي،چې اشغالي فلسطین کې یې د صهیونیستي ریژیم دوه مهمې پوځي هوايي اډې (نیفاتیم او تل نوف) کې مهم اهداف په نښه کړي دي.
سپاه پاسداران په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د هر ډول احتمالي سناریو له مخې د ځوابي عملیاتو لپاره بشپړ چمتووالی لري او د دښمن د هر اقدام پر وړاندې یې پلانونه جوړ کړي دي.
په اعلامیه کې دغه راز امریکا او سیمه کې د صهیونیستي ريژیم ملاتړ کوونکو عربي هېوادونو ته هم خبرداری ورکړل شوی، چې د جګړې په پراخېدو کې له مداخلې ډډه وکړي، ګنې د پایلو مسوولیت به یې پر غاړه وي.
ایراني پوځي چارواکو ټینګار کړی، چې هره هغه خاوره یا هوا چې د ایران پر ضد د برید لپاره وکارول شي، د دوی لپاره به مشروع هدف وي.



