ایراني ځواکونو له کوېټ او بحرین وروسته اردن کې هم امریکایي اهداف په نښه کړل

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۰ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)
‏د ایران د اسلامي انقلاب ساتونکي ځواک “سپاه پاسداران” ويلي، چې د امریکا له وروستیو بریدونو وروسته یې په اردن کې هم پر امریکایي اهدافو بریدونه کړي دي.

یادو ځواکونو ویلي، چې دغه بریدونه یې هرمز تنګي کې د ایران پر بندرونو د امریکا د تېرې شپې د پوځي عملیاتو په غبرګون کې ترسره کړي دي.
ددوی په وینا، په نښه شوي هدفونه هغه اډې وې چې امریکایي ځواکونه پکې ځای پر ځای دي او پر ایران یې بیا،بیا د بریدونو په ترسره کولو کې ترې ګټه اخیستې ده.
د ویلو ده، چې د امریکایي حملو په غبرګون کې د ایران وسله والو ځواکونو نن سهار وختي کوېټ او بحرین کې هم امریکایي اهداف په نښه کړي و.

مربوطه مطالب

Back to top button