د افغانستان او امریکا ګډې سوداګرۍ خونې د کانونو په سکټور کې د پانګونې د پراختیا لېوالتیا ښودلې

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۱ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)
د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال عبدالرحمن قانت د افغانستان او امریکا د ګډې سوداګرۍ خونې له رئیس جفري ګریګو سره کتلي او د هېواد د کانونو په سکټور کې یې د پانګونې د جذب او پراختیا په اړه خبرې کړې دي.
د وزارت د معلوماتو له مخې، جفري ګریګو د افغانستان د کانونو په برخه کې د پانګونې د جلب لپاره د همکاریو ډاډ ورکړی دی.
بلخوا عبدالرحمن قانت د یادې خونې د لېوالتیا هرکلی کړی او ویلي یې دي چې د کانونو د قانون او اړوندو کړنلارو له مخې به د معتبرو کورنیو او بهرنیو شرکتونو د پانګونې لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې شي.



