هرات کې ۶۰ زلزله ځپلو کورنیو ته د ۲۰ میلیونه افغانیو په ارزښت کورونه وسپارل شول

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۱ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)

افغاني سرې میاشتې ټولنې د هرات ولایت د ګلران ولسوالۍ په بیدک مرادکوهي کلي کې ۶۰ زلزله ځپلو کورنیو ته نوي جوړ شوي استوګنیز کورونه وسپارل.

د یادې پروژې ټولیز لګښت ۲۰ میلیونه افغانۍ ښودل شوی او د کورونو د سپارلو په مراسمو کې د سرې میاشتې چارواکو، د هرات ولایتي مسئولینو، د ګلران ولسوالۍ استازو او د سیمې مشرانو ګډون کړی و.

د افغاني سرې میاشتې مسئولینو ویلي، یاده پروژه د چین سره صلیب، په افغانستان کې د چین سفارت، په قطر کې د مېشتو افغانانو او د اسلامي همکاریو سازمان په مالي ملاتړ پلې شوې ده.

مربوطه مطالب

Back to top button