مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۷۲۴ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او ۷۷۳ نورو ته هستوګنیزې ځمکې ووېشل شوې

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۱ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)

د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء ویلي، چې تېره ورځ د هېواد د بېلابېلو لارو څخه هېواد ته ۷۲۴ کډوالې کورنۍ، چې ۳۶۹۳ تنه غړي یې لرل، افغانستان ته راستنې او ثبت شوې دي.

د کمېسیون په وینا، په همدې موده کې ۶۶۲ کورنۍ، چې ۲۹۹۸ تنه غړي یې لرل، خپلو اصلي سیمو ته لېږدول شوي او د ترانسپورټ لګښتونه هم ورکړل شوي او همدارنګه ۶۹۵ کورنیو ته نغدي مرستې ورکړل شوي، ۷۱۱ سیمکارتونه وېشل شوي او راستنېدونکو ته روغتیايي، مخابراتي او عامه پوهاوي خدمات هم وړاندې شوي دي.

راپور زیاتوي، چې د مهاجرینو د دایمي مېشتېدنې او ځمکو وېش کمېټې له لوري په ننګرهار، سمنګان، هلمند، فاریاب او نیمروز ولایتونو کې ۷۷۳ راستنو شویو کورنیو ته د هستوګنیزو ځمکو نمرې وېشل شوې دي.

د یادې ادارې د معلوماتو له مخې، تر اوسه د وېشل شوو ځمکو د نمرو ټولیز شمېر ۴۲ زره او ۶۱۴ ته رسېدلی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button