حزبالله ځواکونو تېرو ۲۴ ساعتونو کې د صهیونیستي پوځیانو پر ضد ۱۷ عملیات ترسره کړي

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۳ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)
د لبنان د اسلامي مقاومت غورځنګ “حزبالله”اعلان کړی، چې ځواکونو یې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د صهیونیستي پوځ پر کاروانونو او اډو ۱۷ بېلابېل عملیات ترسره کړي دي.
حزبالله په یوه اعلامیه کې ویلي، دغه عملیات د صهیونیستي ځواکونو د تحرکاتو او پوځي اهدافو پر ضد ترسره شوي او په ترڅ کې یې ګڼ شمېر هدفونه په نښه شوي دي.
د یاد غورځنګ په وینا، یاد بریدونه د صهیونیسي پوځ د بریدونو په ځواب کې ترسره شوي او د دوی د عملیاتو لړۍ به د اړتیا په صورت کې دوام ومومي.
تر اوسه صهیونیستي لوري د حزبالله د دغو ادعا په اړه رسمي غبرګون نه دی څرګند کړی او د عملیاتو د تلفاتو او زیانونو په اړه هم څه نه دي ویل شوي.



