امریکایي اشغالګرو پر ایران پراخ هوايي بریدونه کړي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۷ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سېنټکام) اعلان کړی چې د ایران پر ضد یې پراخ او ځواکمن پوځي بریدونه پیل کړي دي.
سېنټکام په خپره کړې اعلامیه کې ویلي، دغه بریدونه وروسته له هغې ترسره شول چې د دوی په وینا، ایران په هرمز تنګي کې پر سوداګریزو بېړیو بریدونه وکړل.
د امریکا پوځ د ایران دا اقدام «بېدلیله، خطرناک او د اوربند ښکاره سرغړونه» بللې او ټینګار یې کړی چې د سیمې د نړیوالو سمندري لارو د امنیت د خوندي کولو لپاره یې پوځي عملیات پیل کړي دي.
تر اوسه د ایران چارواکو د دغو بریدونو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی، او د بریدونو د احتمالي تلفاتو او زیانونو په اړه هم کره معلومات نه دي خپاره شوي.



