ولسمشر پزشکیان د خامنه‌يي جنازې مراسمو کې د ګډون لپاره عراق ته ولاړ

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۷ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د اسلامي جمهوریت د پخواني مذهبي او پوځي مشر “آیت‌الله علي خامنه‌يي” د جنازې په مراسمو کې د ګډون لپاره عراق ته سفر کړی دی.
د راپورونو له مخې، د خامنه‌يي د جنازې مراسم به لومړی د عراق په نجف ښار کې ترسره شي او وروسته به په کربلا کې دوام ومومي. په دغو مراسمو کې د ایران د پارلمان رئیس محمدباقر قالیباف، د خامنه‌يي د کورنۍ غړي او یو شمېر نور لوړپوړي ایراني چارواکي هم ګډون لري.
راپورونه زیاتوي چې د علي خامنه‌يي جنازه تر دې وړاندې په ایران کې هم شوې وه، او ټاکل شوې ده چې له عراق څخه د مراسمو تر پای وروسته یې وروستي د خاورو سپارلو مراسم د ایران په مشهد ښار کې ترسره شي.
د پزشکیان دغه سفر په داسې حال کې ترسره کېږي چې د ایران چارواکي هڅه کوي د خپل پخواني مشر د جنازې مراسم په څو پړاوونو کې، په ایران او عراق دواړو هېوادونو کې ترسره کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button