د مصنوعي ځیرکتیا روباټونو په خپلواکه توګه د یوه ژوي بریالي جراحي عملیات ترسره کړل

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲ وږی، ۱۴۰۵ل)

د امریکا د کلیفورنیا پوهنتون کې دوه له مصنوعي ځیرکتیا سمبال روباټونو د لومړي ځل لپاره د یوه ژوي د صفرا کڅوړې د ایستلو جراحي عملیات په بریالیتوب ترسره کړي دي.

د راپور له مخې، روباټونو د عملیاتو پر مهال د پروفیسورانو له مستقیمې لارښوونې پرته جراحي ترسره کړې او د عملیاتو بهیر یې په خپله مدیریت کړی دی.

د دغې تجربې څېړونکي وايي، موخه یې دا ده چې د مصنوعي ځیرکتیا پر مټ د روباټونو جراحي وړتیاوې لا پراخې کړي او د انسانانو پر جراحي عملیاتو یې وازمويي.

د دوی په اټکل، ښايي په راتلونکو لسو کلونو کې دا ډول روباټونه د انسان له مستقیمې څارنې یا مرستې پرته د پېچلو جراحي عملیاتو ترسره کولو وړتیا ترلاسه کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button