له ایران او پاکستانه ۵۵۷ کورنۍ افغانستان ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۲۱ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون وایي، تېره ورځ له ایران او پاکستانه ۵۵۷ کورنۍ چې ۲۸۶۴ کسان کېږي، هېواد ته راستانه شوي دي.

د کمېسیون د معلوماتو له مخې، یاد کډوال د هرات اسلام‌کلا، د نیمروز ورېښمو پله، د هلمند بهرامچې، د کندهار سپین‌بولدک او د ننګرهار تورخم له لارې هېواد ته داخل شوي دي.

راپور زیاتوي، له راستنېدونکو څخه ۵۲۸ کورنۍ خپلو اصلي سیمو ته لېږدول شوې او له ۵۴۰ کورنیو سره مرستې شوې دي. همداراز، راستنو شویو کډوالو ته ۶۰۸ مخابراتي سیمکارتونه هم وېشل شوي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button