جرمني کې یو ډاکټر د ۱۲ ناروغانو د قصدي وژنې اعتراف وکړ؛ د ۷۶ نورو مړینو پلټنې روانې دي

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۲۱ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
د جرمني د چارواکو په وینا، ډاکټر جوهانس اېم د ناروغانو کورونو ته د درملنې لپاره د ورتګ پر مهال هغوی ته د بېلابېلو درملو وژونکې پیچکارۍ ورکولې چې د مړینې لامل به یې کېدې.
نوموړي د قضايي بهیر پر مهال د ۱۲ ناروغانو د وژنې اعتراف کړی او ادعا یې کړې چې غوښتل یې ناروغان له درد او کړاو څخه خلاص کړي.
د محکمې د اسنادو له مخې، نوموړي د ۲۰۲۴ کال په جولای کې له نیول کېدو وړاندې په یوه ورځ درې ناروغان وژلي وو او په ځینو مواردو کې یې د شواهدو د له منځه وړلو لپاره د ناروغانو کورونو ته اور هم اچولی و.
چارواکي وایي، د ۷۶ نورو مشکوکو مړینو په تړاو هم څېړنې روانې دي او که د نوموړي ښکېلتیا ثابته شي، نو دا به د جرمني په تاریخ کې د زنځېري وژنو تر ټولو ستره قضیه وي.


