د قطر پخوانی امیر شیخ حمد بن خلیفه آل ثاني ومړ

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۲۱ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)

د قطر پخوانی امیر شیخ حمد بن خلیفه آل ثاني د ۷۴ کلونو په عمر وفات شو. د قطر رسمي خبري اژانس د نوموړي د مړینې خبر ورکړی، خو د مړینې علت یې نه دی په ډاګه کړی.

شیخ حمد بن خلیفه آل ثاني د ۱۹۹۵ کال څخه تر ۲۰۱۳ کال پورې د قطر واکمن و او د خپلې واکمنۍ پر مهال یې دغه هېواد د نړیوالې ډیپلوماسۍ، رسنیو او پانګونې په برخو کې پر یو اغېزناک لوبغاړي بدل کړ.

نوموړي په ۲۰۱۳ کال کې واک خپل زوی شیخ تمیم بن حمد آل ثاني ته وسپاره. د هغه په دوره کې د الجزیرې نړیوالې شبکې جوړېدل او د ۲۰۲۲ کال د فوټبال نړیوال جام کوربه‌توب د قطر له مهمو لاسته راوړنو بلل کېږي.

مربوطه مطالب

Back to top button