مالیې وزارت د شرکتونو او روغتیايي مرکزونو پر عایداتو مالیه ۱۰ سلنې ته راټیټه کړه

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۲۱ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
د افغانستان اسلامي امارت د نوې پرېکړې له مخې، مالیې وزارت په هېواد کې د ځینو معنوي، حکمي او حقیقي اشخاصو پر عایداتو مالیه راکمه کړې ده، چې په ځینو برخو کې دغه کموالی تر ۵۰ سلنې پورې رسېږي.
د پرېکړې له مخې، له کانونو پرته د ټولو شرکتونو، روغتونونو او روغتیايي مرکزونو پر عایداتو به له دې وروسته ۱۰ سلنه مالیه اخیستل کېږي، حال دا چې مخکې دا کچه ۲۰ سلنه وه. همداراز، هغه کسان چې کلنی عاید یې تر ۱۲۰ زره افغانیو پورې وي، له مالیې معاف شوي دي.
د مالیې وزارت د معلوماتو له مخې، د ملکیتونو د لېږد مالیه هم له یو سلنې څخه ۰.۵ سلنې ته راټیټه شوې ده. د وزارت په وینا، دا بدلونونه د مالیاتي اسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه عملي شوي دي.


