اسلامي امارت د قطر د پخواني امیر شیخ حمد بن خلیفه آل ثاني پر مړینه خواشیني څرګنده کړه

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۲۱ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)

د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د قطر د پخواني امیر شیخ حمد بن خلیفه آل ثاني د مړینې له امله خواشیني څرګنده کړې او د قطر حکومت، د نوموړي کورنۍ او خلکو ته یې د تسلیت مراتب وړاندې کړي دي.

مجاهد په خپره کړې خبرپاڼه کې مرحوم ته د جنت الفردوس او کورنۍ ته یې د صبر غوښتنه کړې ده.

د قطري رسنیو د راپورونو له مخې، شیخ حمد بن خلیفه آل ثاني نن سهار د ۷۴ کلونو په عمر وفات شوی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button