کوېټ کې د افغانستان اسلامي امارت سفير مولوي محمد شفیق خطیب له افغان ډاکټرانو سره وکتل

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۱، چنګاښ، ۱۴۰۵.ل)
په کوېټ کې د افغانستان اسلامي امارت د سفارت سرپرست، محترم مولوي محمد شفیق خطیب، په دغه هېواد کې له مېشتو افغان ډاکټرانو او روغتیايي کارکوونکو له یوې ډلې سره وکتل.
د غونډې په پیل کې ښاغلي خطیب ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او څرګنده یې کړه چې سفارت د کوېټ مېشتو افغانانو ګډ کور دی او دروازې یې د هغوی د خدمت لپاره تل پرانیستې دي. نوموړي ډاډ ورکړ چې سفارت به د افغان وګړو د ستونزو د حل او خدمت لپاره خپلې هڅې جاري وساتي.
د سفارت سرپرست په خپلو خبرو کې وویل چې د اسلامي امارت راتګ سره هيواد کې امنیت او ثبات ټینګ شوی او د هېواد په بېلابېلو برخو کې د کار او پرمختګ لپاره مناسب فرصتونه رامنځته شوي دي. هغه زیاته کړه چې د امنیت له ټینګښت سره علمي کادرونه، په ځانګړي ډول ډاکټران او روغتیايي متخصصین، کولای شي په هېواد کې د خدمت ترڅنګ د نورو هېوادوالو لپاره هم د کار او پرمختګ زمینه برابره کړي.
ښاغلي خطیب د کوېټ مېشتو افغان ډاکټرانو او روغتیايي کارکوونکو هڅې او خدمتونه وستایل او له هغوی څخه یې مننه وکړه.
په همدې غونډه کې ګډونوالو ډاکټرانو د مولوي محمد شفیق خطیب د سفارت د سرپرست په توګه د ټاکل کېدو مبارکي ورکړه او د هغه د نوې دندې په پیل یې خپله خوښي څرګنده کړه.


