سپاه پاسداران: د بریدونو د دوام په صورت کې به د امریکا پر ضد بریدونه پراخ کړو

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۵ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
د ایران د اسلامي انقلاب ساتونکي ځواک “سپاه پاسداران” ویلي، چې امریکا باید دا ګومان ونه کړي چې د روانې جګړې معادله به همداسې دوام وکړي.
سپاه پاسداران په تازه اعلامیه کې ویلي، چې د دوی اوسني پوځي عملیات د سیمې په کچه د امریکا د بریدیزو پوځي تاسیساتو او زیربناوو پر لهمنځه وړلو متمرکز دي.
په اعلامیه کې زیاته شوې چې له دې پړاو وروسته به د عملیاتو نور پړاوونه هم عملي شي او که د امریکا اقدامات دوام ومومي، د ایران غبرګون به لا پراخ او سخت وي.



