ایراني ځواکونو کویټ، بحرین او اردن کې د امریکا پر پوځي اډو بریدونه کړي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۵ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
ایراني ځواکونو اعلان کړی،چې په کویټ، بحرین او اردن کې یې د امریکا پر پوځي اډو توغندیز او د بېپیلوټه بریدونه ترسره کړي دي. دا اعلان تر هغه لږ وروسته وشو چې د امریکا د پوځ مرکزي قومندانۍ (سېنټکام) په ایران کې د خپلو تازه بریدونو خبر ورکړ.
د ایران د سپاه پاسداران له لوري په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې دغه بریدونه د امریکا د وروستیو هوايي عملیاتو په غبرګون کې ترسره شوي او د امریکا پوځي تاسیسات یې په نښه کړي دي.
تر اوسه د امریکا د دفاع وزارت د دغو بریدونو د زیانونو په اړه رسمي جزییات نه دي خپاره کړي، خو ځینو نړیوالو رسنیو راپور ورکړی چې په سیمه کې د امریکا اډې د لوړې تیارسۍ حالت ته داخلې شوې او ځینې توغندي او بېپیلوټه الوتکې د دفاعي سیسټمونو له خوا شنډې شوې دي.
د سیمې د امنیتي وضعیت له لا خرابېدو سره نړیواله اندېښنه هم زیاته شوې، ځکه دغه متقابل بریدونه د امریکا او ایران ترمنځ د شخړې د پراخېدو خطر نور هم لوړوي.



