پاکستان او ترکیې د تهران او واشنګټن ترمنځ منځګړیتوب ته چمتووالی ښودلی

کابل ټکی کام (شنبه، ۳ زمری، ۱۴۰۵ل)
پاکستان او ترکیې د ایران او امریکا ترمنځ د روانو ترینګلتیاوو د کمولو لپاره منځګړیتوب ته چمتووالی ښودلی دی.
د راپورونو له مخې، د پاکستاني پوځ مشر “جنرال عاصم منیر” ویلي، چې اسلام‌اباد د سیمې د ثبات لپاره د خبرو اترو او دیپلوماتیکو هڅو ملاتړ کوي او که اړتیا وي، د ایران او امریکا ترمنځ د اړېکو د ښه کېدو لپاره رول لوبولی شي.
همداراز د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر “هاکان فیدان” ویلي، چې انقره چمتو ده د تهران او واشنګټن ترمنځ د اختلافاتو د حل لپاره د منځګړي په توګه مرسته وکړي.
دواړو هېوادونو ټینګار کړی، چې د سیمې د کړکېچونو د کمولو لپاره سیاسي لارې او دیپلوماتیکې هڅې تر ټولو غوره انتخاب دی.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د ایران او امریکا ترمنځ د جګړې، بندیزونو، پوځي ګواښونو او سیمه‌ییزو اختلافاتو له امله اړېکې له سختو ترینګلتیاوو سره مخ دي.

مربوطه مطالب

Back to top button