د ازبکستان د مرستیال لومړي وزیر په مشرۍ لوړپوړی اقتصادي پلاوی کابل ته راځي

کابل ټکی کام (شنبه، ۳ زمری، ۱۴۰۵ل)
د ازبکستان د لومړي وزیر د مرستیال “جمشید خواجه‌یوف’ په مشرۍ یو لوړپوړی اقتصادي او سوداګریز پلاوی، د ۱۷۰ سوداګرو او پانګه‌والو په ملتیا، نن کابل ته سفر کوي.
د معلوماتو له مخې، دغه پلاوی به په کابل کې د افغانستان د اسلامي امارت له لوړپوړو چارواکو او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګه‌ونې خونې له مسوولینو سره لیدنې وکړي.
ټاکل شوې، چې ازبک پلاوی به د خصوصي سکټور په سوداګریز کنفرانس کې هم ګډون وکړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ به د اقتصادي همکاریو او پانګونې په برخه کې د یو شمېر تړونونو د لاسلیک زمینه برابره شي.
همداراز، ټاکل شوې ده چې سبا یکشنبه د ازبکستان د فرغانې ولایت والي هم د ۱۳۰ کسیز اقتصادي پلاوي په مشرۍ کابل ته سفر وکړي.
د اقتصادي چارو شنونکي وايي، د ازبکستان د پلاوو پرله‌پسې سفرونه د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سوداګرۍ، پانګونې او سیمه‌ییز اتصال د پراختیا په برخه کې د دواړو هېوادونو د هڅو ښکارندويي کوي.

مربوطه مطالب

Back to top button