په صنعا تر بریدونو وروسته یمني ځواکونو پر ریاض ځوابي بریدونه کړي

کابل ټکی کام (شنبه، ۳ زمری، ۱۴۰۵ل)
د یمن وسله والو ځواکونو اعلان کړی، چې پر پلازمینې صنعا د سعودي عربستان له بریدونو وروسته یې پر پلازمېنه ریاض ځوابي بریدونه ترسره کړي دي.
د یمني ځواکونو ویاند “جنرال یحیی سریع” په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې دغه بریدونه د سعودي عربستان د هوايي بریدونو په غبرګون کې شوي او د سعودي اړوند مهم پوځي تأسیسات یې په نښه کړي دي.
که څه هم تر اوسه د سعودي عربستان له لوري د دې ادعا په اړه رسمي جزیات نه دي خپاره شوي؛ خو ګڼو سعودي فعالانو د بریدونو پخلی کړی ده.
یمني چارواکي تل ټینګار کوي، چې د سعودي او متحدینو د بریدونو په وړاندې به ځوابي اقداماتو ته دوام ورکوي، په داسې حال کې چې ریاض بیا د یمني ځواکونو بریدونه د خپل امنیت پر وړاندې ګواښ بولي.



