ذبيح الله مجاهد: تېر کال د معادنو پر کوچنیو او لویو پروژو ۱۰ میلیارد افغانۍ پانګونه شوې

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۱ زمری، ۱۴۰۵ل)

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح‌الله مجاهد ویلي، په ۱۴۴۷ هجري قمري کال کې د هېواد د معادنو په کوچنیو او لویو پروژو کې له ۱۰ میلیاردو افغانیو زیاته پانګونه شوې ده.

نوموړي ویلي، د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي ټیمونو په ۲۷ ولایتونو کې ۴۵ نوې معدني سیمې هم پېژندلې او ثبت کړې دي.

مجاهد زیاته کړې، د تېر کال د کانونو د قراردادونو له امله له ۵۰ زرو څخه ډېرو کسانو ته په مستقیم ډول د کار زمینه برابره شوې ده.

د هغه په وینا، د معادنو قانون د لا بشپړتیا لپاره هم کار روان دی.

مربوطه مطالب

Back to top button