افغانستان او ازبکستان د انرژۍ په برخه کې د ۱۵ کلن ګډ پلان پر جوړولو هوکړه وکړه

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۱ زمری، ۱۴۰۵ل)
د افغانستان برېښنا شرکت اجرائیوي رئیس، ملا عبدالحق همکار، د ازبکستان د انرژۍ وزارت له لومړي مرستیال امید محمدامینوف او د هغه هېواد له تخنیکي چارواکو سره د انرژۍ د همکاریو د پراختیا په اړه غونډه کړې ده.
په دې غونډه کې د برېښنا د تولید، لېږد او وېش شبکو پراختیا، د تخنیکي ظرفیتونو لوړول، ځیرک برېښنايي مېټرونه، د انرژۍ اوږدمهاله پلان جوړونه او د افغانستان د برېښنا سکټور عصري کول مهمې اجنډاوې وې.
ازبکستاني لوري د افغانستان د انرژۍ سکټور د پراختیا لپاره د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ او ویې ویل، د افغانستان لپاره به د انرژۍ د پراختیا ۱۵ کلن جامع پلان چمتو کړي.
دواړو لوریو د ګډو تخنیکي کاري ډلو پر جوړولو، د ټکنالوژۍ او تجربو پر تبادلې او د ظرفیت لوړونې په برخه کې د عملي همکاریو پر دوام هم ټینګار وکړ.



