کابل؛ له امنیتي ځواکونو سره نښته کې ۷ تنه غله وژل شوي

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۱ زمری، ۱۴۰۵ل)
د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند “خالد ځدراڼ” وايي، چې د کابل ښار په اتمه امنیتي حوزه کې له امنیتي ځواکونو سره په وسلهواله نښته کې ۷ تنه غله وژل شوي دي.
ځدراڼ نن شپه پر خپل اېکس پاڼه لیکلي، چې پېښه شاوخوا د شپې ۹ بجې د اتمې امنیتي حوزې اړوند د ستانکزي بلاکونو په سیمه کې رامنځته شوې ده.
د نوموړي په وینا، له یادو کسانو سره د متقابلو ډزو وروسته یو موټر او یو شمېر وسلې هم د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
هغه زیاته کړې، چې په دې نښته کې یو امنیتي سرتېری هم ټپي شوی دی.



