افغاني سرې میاشتې د زړه سوري ناروغانو د درملنې لپاره عصري قلبي روغتون پرانیست

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۱ زمری، ۱۴۰۵ل)
د افغاني سرې میاشتې ټولنې د زړه سوري ناروغانو د درملنې لپاره یو عصري او پرمختللی قلبي روغتون پرانیست.
د دې ادارې عمومي رئیس ویلي، په دغه روغتون کې به متخصص ډاکټران د اسلامي او ملي مسؤلیت له مخې د اړمنو ناروغانو درملنه کوي او د ناروغانو درملنه به د کورنیو او بهرنیو متخصصو ډاکټرانو له لوري ترسره کېږي.
نوموړي زیاته کړې، تر ۱۵ زرو پورې د زړه سوري لرونکي ماشومان تر دې وړاندې د افغاني سرې میاشتې په لګښت په کورنیو او بهرنیو روغتونونو کې تداوي شوي، خو له دې وروسته به پاتې ناروغان په همدې قلبي روغتون کې عملیات او درملنه ترلاسه کوي.
د افغاني سرې میاشتې ټولنې مرستیال حافظ عزیزالرحمن ویلي، د دغه روغتون پرانیسته د دې ادارې لپاره د خوښۍ او ویاړ ورځ ده، چې له لارې به د زړه سوري ناروغانو ته تخصصي او معیاري روغتیايي خدمتونه وړاندې شي.



