د اقتصاد وزیر د ناروې کمېټې له مشرې سره د بشري او پراختیايي پروژو په اړه خبرې کړي

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۱ زمری، ۱۴۰۵ل)
د اقتصاد وزیر، دینمحمد حنیف، د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې له مشرې تاریا مګنوسن واتردال سره په لیدنه کې د پراختیايي او بشري پروژو د پلي کېدو په برخه کې د اقتصاد وزارت او کورنیو او نړیوالو نادولتي بنسټونو ترمنځ پر همغږۍ ټینګار وکړ.
نوموړي وویل، د اقتصاد وزارت د ناروې کمېټې له پروژو ملاتړ کوي او د هغو د عملي کېدو په بهیر کې به اړینه همکاري وکړي.
په دې لیدنه کې د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې مشرې د خپل بنسټ څلور کلن ستراتیژیک سند هم وړاندې کړ، چې د خوړو خوندیتوب، د طبیعي سرچینو مدیریت، روغتیا او بیا رغونې برخې پکې لومړیتوب لري.



