غازي حمد: عربي او اسلامي هېوادونه دې د غزې د ملاتړ لپاره عملي ګامونه واخلي

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۱ زمری، ۱۴۰۵ل)
د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ (حماس) د سیاسي دفتر غړي “غازي حمد” ویلي، چې عربي او اسلامي هېوادونه باید د غزې د خلکو د ملاتړ لپاره عملي اقدامات ترسره کړي.
غازي حمد له العربیه تلویزیوني شبکې سره په یوه مرکه کې ټینګار کړی، چې د غزې روان وضعیت د عربي او اسلامي نړۍ له لوري د جدي دریځ او پراخو هڅو غوښتنه کوي.
هغه ویلي، چې د فلسطین د مسئلې په اړه یوازې څرګندونې بسنه نه کوي، بلکې باید د غزې د خلکو د ملاتړ لپاره عملي ګامونه پورته شي.

مربوطه مطالب

Back to top button