عباس عراقچي: د امریکا او اسرائیلو د بریدونو پر وړاندې به له ټولو مشروعو لارو کار واخلو

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۱ زمری، ۱۴۰۵ل)
د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر “سید عباس عراقچي” د ایران د وسله‌والو ځواکونو د هڅو ستاینه کړې او ویلي یې دي چې دغو ځواکونو د امریکا د بریدونو پر وړاندې د ایران د دفاع لپاره مېړنۍ مبارزه کوي.
عراقچي ،د ایران اسلامي جمهوریت د مقاومت او ټینګ درېځ پر دوام ټینګار کړی او ویلي یې دي چې تر هغو به خپلې مبارزې ته دوام ورکړي، څو د دښمنانو ګواښونه په بشپړه توګه له منځه ولاړ شي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې، چې د ایران د وسله‌والو ځواکونو دفاعي عملیات په بشپړ ځواک روان دي، ځکه په وینا یې امریکا خپلو وعدو ته ژمنه نه ده پاتې شوې.
عراقچي همداراز ټینګار کړی، چې ایران به د امریکا او اسرائیلو د بریدونو پر وړاندې د مشروع دفاع د حق په چوکاټ کې له خپلو ټولو شته امکاناتو او وسیلو څخه کار واخلي.

مربوطه مطالب

Back to top button