خلیل الحیه: د فلسطیني ولس د ساتنې او د ملي اصولو د دفاع لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکوو

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۱ زمری، ۱۴۰۵ل)
د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ (حماس) د سیاسي دفتر مشر “خلیل الحیه” ویلي، چې حماس به د فلسطین د ولس د ساتنې، د ملي اصولو د خوندي کولو او د هغو د دفاع لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

خلیل الحیه په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې د فلسطین د خلکو حقونه او ملي ثوابت د حماس لپاره سره کرښه ده او غورځنګ به په ټولو ډګرونو کې د دغو ارزښتونو د ساتنې لپاره خپلې هڅې روانې وساتي.

هغه ټینګار کړی، چې د فلسطین د ولس د حقوقو او مشروع غوښتنو دفاع به د حماس د دریځ اساسي برخه پاتې شي.

مربوطه مطالب

Back to top button